دخواخوږی پيغام
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...
1 / 1 / 0برچسب:, :: 15:16 ::  نويسنده : همایون ذهین

دخواخوږی پيغام
دلوی خدای ج په نامه :

دلوی خدای ج دستر درباره څخه دفراه ولایت دننی پيښی وټولو شهیدانوته دفردوس جنت هیله کوم او رب العالمین دی ټول شهیدان وبخښی او روح دی تل ښاد وګرځوی او دننی پيښی دشهیدانو و محترموکورنیو ته تسلیت وړاندی کوم او د دوي په دی ستره غمیزه کې ځان شریک بولم او خدای تعالی ج دی و دوي ته صبرجمیل ور په برخه کړی امین یارب العالمین
دا څو کرښی ګرانو شهیدانو او د دوي د محترمۍ کورنۍ و غړیو، دوستانو، هیوادوالو ته او دګران افغانستان وګیرغیړنو دښمنانو ته يې وړاندی کوم :
دفراه ولایت وګرانو اوسیدونکو ته !

فــراه جـــان مې نن په سـرو وینو رنګ سو
داغــمــیزه چې مې واورید زړه په درنګ سو
خــدایه دی ناورین ته ګوره حلق مې تنګ سو
پر وطن مې تورتـــم په لاسونو د بی ننګ سو

***
زمــــامظلـــوموخلکــــو ته جـــوړ ستـــر ماتم سو
بـی ګـــناه اولــــس اخــته نن په لـــوی غـم سو
لــوی واړه نن پــه ســرو وینـــو تــــری تم سو
په ځــان وژنکی پرهنګی اوانګلیسی اوپه بم سو

***
دپنجـاپ په لمـسون پاکی وینــی نن جـــاری سو
فـراهیان مې بــی ګـناه سم دلاسه قــربانی سو
د خـــوارانو دغـــریبانـــو نن بی ځــایه تبا هی سو
زموږ د خاور ی ددښـمن یوځل بیا نن رسوایی سو

***
وطــندار مې پـــه ســرو وینــو لمـــبه وی نن
هــر ټپــی مې په غـــمونـــو ســـــوزه وی نن
زوړ او ځــــوان مې دی ماتـــم را ژړه وی نن
پـر ناحـــقــه هیـــواد وال راقتـلــوی وی نن

***
خــــدایه کور خو ور خـــراب ددښمنان کړی
شرمــنده یې ټـول اولـــس ته دافــغان کړی
په غمونو يې اخـته خپلو او خپلوان کړی
دوژخـــی او لعنتـــی لکــه شیــــطان کړی

***
دپاک ربـــه جـنتونه شهـــیدانـــوته يې غواړم
تسلیت صبر جمــیل ودوستانـو ته يې غواړم
لاس اوچت پر دښمنانووځوانانوته يې غواړم
عزیزسوله خپلواکی خبل افغانانوته يې غواړم

***

عزیزاحمد"خوارمل"- بلجیم


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب