د فراه په بريد کې ٥٤ تنه وژل شوي او ١٠٠ نور ټپيان دي
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...



 

امنیت او جرمونه

د فراه په بريد کې ٥٤ تنه وژل شوي او ١٠٠ نور ټپيان دي

شپږم تعقيب: فراه (پژواک ١٥ ورى ٩٢): ولايتي چارواکي وايي، د فراه د تېرې ورځې په بريد کې د نهو بريد کوونکو په ګډون ٥٤ تنه وژل شوي او ١٠٠ نور ټپيان دي.

يو شمېر وسله وال طالبان، تېره ورځ سهار نږدې نهه بجې د فراه د استيناف محکمې ودانۍ ته، چې شاوخوا يې د څارنوالۍ، جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امريت او نورې دولتي ادارې هم شتون لري، ننوتل.

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه بريد کې چې مازديګر شاوخوا پنځه بجې پاى ته ورسېد، ٤ پوليس، ٦ د ملي اردو سرتېري، ٨ قاضيان او څارنوالان، ٢٦ عام وګړي او نهه بريد کوونکي وژل شوي دي.

دى د زياتو معلوماتو له ورکولو پرته وايي، چې په بريد کې د امنيتي ځواکونو، نورو دولتي کار کوونکو، د مېرمن نازو لېسې زده کوونکو او عامو وګړو په ګډون ١٠٠ تنه ټپيان شوي هم دي.

 خو د فراه د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالجبار شايق وايي، چې د فراه ولايتي روغتون ته له وروړل شوو ٨٥ ټپيانو څخه هم يوه تن هرات ته پر لاره ساه ورکړې ده.

 هغه وويل، دغه کس له شپږو نورو ټپيانو سره چې روغتيايي حالت يې نازک و، د درملنې لپاره هرات ته لېږدول کېده.

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې په دغه بريد کې د وژل شوو ٣٦ تنو څارنوالانو، قاضيانو، امنيتي کسانو او ملکي وګړو مړي دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

ژوندي، د مېرمن نازو په نوم د نجونو لېسې د ټپي شوو زده کوونکو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو د دې لېسې مديره ضياګل اکبري وايي، چې د دغه ښوونځي ٣٠ زده کوونکې د چاودنې له امله ماتو شوو ښيښو ټپيانې کړې دي.

خو هغې وويل، چې دغه زده کوونکې روغتون ته نه دي لېږدول شوې؛ ځکه چې ټپونه يې برسېرن وو.

د فراه د امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز په وينا، تېره ورځ سهار نهه ځانمرګي بريد کوونکي، چې د ملي اردو جامې يې پر تن وې، د ملي اردو په دوو رينجر موټرو کې يادې سيمې ته ورغلل.

هغه وويل، چې بريد کوونکو لومړى د محکمې د رياست مخې ته پر ساتونکو ډزې وکړې او بيا يې يوه رينجر موټر ته چاودنه ورکړه، چې دوه بريد کوونکي په کې ووژل شول.

د هغه په وينا، تر چاودنې وروسته پاتې نور بريد کوونکي د محکمې ودانۍ ته ننوتل او نښته رامنځته شوه.

د ده د څرګندونو له مخې، دغه بريد په داسې حال کې و، چې ټاکل شوې وه، د وسله والو طالبانو اړوند څو کسان په همدې محکمه کې محاکمه شي.

ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي، چې دغه بريد د دوى د اتو کسانو له خوا ترسره شوى دى.

د هغه په وينا، په بريد کې پر يادو اتو کسانو سربېره ٨٠ تنه د محکمې او څارنوالۍ کار کوونکي، پوليس او د ملي اردو اړوند کسان وژل شوي او ٧٥ نور ټپيان دي.

ده ويلي، چې د جګړې پر مهال ٥ ملکي وګړي وژل شوي او ٨ نور ژوبل شوي دي.

ولسمشر حامد کرزي دغه بريد عام وژنه بللې ده.

د ولسمشر د ويندوى له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي دغه بريد په سختو ټکو غندلى او ويلي يې دي، چې وسله والو يو ځل بيا بې ګناه خلک، چې دولتي ادارو ته د خپلو چارو د ترسره کولو په موخه ورغلي وو، په وينو ولړل.

سرچينه ليکي: "ولسمشر زياته کړه، چې د افغانستان ملت به د طالبانو له خوا دغه مسلمان وژنه او عام وژنه بې ځوابه پرې نه ږدي."

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې نن له کابل څخه يو پلاوى د پېښې د څېړلو او د قربانيانو له کورنيو سره د بېړنيو مرستو په موخه فراه ته ولاړ شي.

د فراه ښار يو هټۍ وال محمد ابراهيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياد بريد کې د محکمې او څارنوالۍ ودانۍ او يو شمېر هټۍ ډېرې زيانمنې شوې دي.

د هغه په وينا، د ښاروالۍ د انګړ يو دېوال هم نړېدلى او په سيمه کې د ډېرو ودانيو ښيښي ماتې شوې دي.

ده چې له غرمې مخکې په شاوخوا نهو بجو يې د ټيلېفون له لارې خبرې کولې، وويل، چې د محکمې او څارنوالۍ دفتر تعطيل دى، خو په سيمه کې د پاکولو چارې پيل شوې او هغه هټۍ وال چې هټۍ يې زيانمنې شوې، د خپلو هټيو په رغونه بوخت دي.


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب