روان کال په فراه کې ٢٣ ښځې وژل شوې دي
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

 

امنیت او جرمونه

روان کال په فراه کې ٢٣ ښځې وژل شوې دي

 فراه (پژواک ٢٧ کب٩١): د فراه ولايت د ښځو چارو رياست چارواکي وايي، چې سږ کال په فراه ولايت کې د کورني تاوتريخوالي له امله ٥ نارينه او ٢٣ ښځې وژل شوې دي.

 د فراه ولايت د ښځو چارو مشرې ليلما صديقي، په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال ټولټال ١٥٤ پېښې رامنځته شوي، چې په هغو کې ٢٣ پېښې د وژلو، ٤٦ د طلاق ، له کوره د تېښتې ٩ پېښې او درې نورې د ځان سوځونې پېښې دي.

 هغې ځان وژنه، وهل ، سپکاوى، له کوره تېښته او په زور ودونو ته اړ  وېستل له نورو عمده پېښو څخه وبللې.

 مېرمن صديقي ددغو پېښو لامل د علمي کچې ټيټوالى، فقر، د کورنيو د پوهاوي کچې ټيټوالى، د يوه او بل له حقونو څخه ناخبرتيا او د کورنۍ له قانون څخه بې خبري د پېښو لاملونه وبلل او زياته يې کړه، چې سږکال يې دعامه پوهاوي په موخه ځينو کورنيو ته ښوونيز پروګرامونه په لاره اچولي دي.

 د فراه ولايت د ښځو رياست د حقوقي چارو عمومي مدير شاه ګل سديد پژواک خبري اژانس ته وويل، د نجلۍ له خوښې پرته د ولور اخيستل، يوه بله ستونزه ده، چې د کورني تاوتريخوالي د لوړېدولامل شوى دى.

 سرچينې زياته کړه: " هغه نجلۍ، چې د لسو يا دولسو لکو افغانيو په بدل کې د هغې له خوښې پرته له بل چاسره واده ته  اړ وېستل کېږي، نو په راتلونکي کې له خپل مېړه سره د نظر هيڅ ډول يووالى نلري.

 هغې زياته کړه: تجربو ښودلې هغو کسانو، چې خپلې ښځې يې د پيسو په بدل کې کړې وي، نو له هغوى سره ډېره بده رويه کېږي او هغې ته هميشه د وينځې په سترګه ګوري، چې دا ډول اړيکې په پاى کې په تاوتريخوالي ختميږي.

 د نوموړې په وينا، د فراه ښار په درېيمې ناحيې کې يوې پيغلې نجلۍ د واده د نارضايتۍ له امله، په زهري توکو سره ځان وواژه.

 د فراه ولايت د ښځو چارو مشرې هم په فراه ولايت کې د ښځو پر وړاندې  د تاوتريخوالي عمده لامل د ولور لوړوالى په ګوته کړ، چې ډېرى وخت له وخته مخکې او يا د زور ودونو لامل شوي دي.

 مېرمن صديقې زياته کړه، چې د عامه پوهاوي په تر سره کولو کې يې د مېرمنو او نارينو لپاره ځانګړي پروګرامونه چمتو کړي او د جوماتونو د امامانو له خوا هم تبليغات په لاره اچول شوي، خو له هغه سره- سره بيا هم د تاوتريخوالي کچه د لوړېدو په حال کې ده.

 د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک کلي اوسېدونکې او د يوولس کلنې پروانې مور پنځوس کلنه زهرا، چې د خپلې لور د طلاق اخيستلو په موخه د ښځو چارو رياست ته راغلې وه، په فراه ولايت کې د تاوتريخوالي له پېښو څخه يوه ده.

 زهرا وايي، زوم يې، چې سيد احمد نوميږي ددې لور (پروانه) د لومړۍ ښځې په امر وهلې ډبولې او پښه يې پرې ماته کړې، د سر ويښتان يې ترې وېستلي او د چاقو په وسيله يې دهغې د بدن ځينې برخې ټپي کړې دي.

 زهرا د خپلې لور له ناوړه سرنوشت څخه سرټکاوه او پژواک ته يې وويل: "زموږ اقتصادي حالت خراب و، د خپلو دوو مجردو زامنو د واده لپاره مو پيسو ته اړتيا وه، دې ته اړ شوو،چې خپله لس کلنه لور د څلور لکو افغانيو په بدل کې په يوه ٣٢ کلن سړي، چې بله ښځه يې هم درلوده، واده کړو."

 هغې وويل، کله مې چې لور د مېړه کورته ولاړه، نو د ژوند بدمرغي يې پيل شوه، سيداحمد او ښځې يې هميشه پروانه وهله او ډبوله.

 زهرا زياته کړه: " کله به، چې موږ مداخله کوله، نو زوم به مو په چاقو باندې ګواښلو."

 د پروانې ورور اته ويشت کلن ګلالي، چې د ښځو چارو رياست ته له دوى سره يو ځاى راغلى و، په داسې حال کې، چې له دغې ستونزې څخه يې بې خبرې وښوده، د خپلې خور د بدبختۍ اصلي لامل يې  مور او پلار په ګوته کړل.

هغه پژواک ته وويل: "چې هر څنګه وي بايد له سيداحمد څخه د پروانې طلاق واخيستل شي او دولت بايد سيداحمد هم، چې اوس تښتېدلى ونيسي او په سزا يې ورسوي.

 د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د شمېرو له مخې ، سږ کال دهېواد په کچه، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي ټولې ٤٥٠٠ پېښې ثبت شوي، چې تر ٧٥ ډېر يې د وژنې پېښې او د جنسي تېريو څلوېښت پېښې جوړوي، په داسې حال کې ، چې تېر کال په دغه کمېسيون کې شاوخوا درې زره پېښې ثبت شوې وې.


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب