موضوعات
آرشيو وبلاگ فراه داټ کام خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و... 24 / 5 / 1391برچسب:, :: 7:51 :: نويسنده : همایون ذهین
ملا عبدالعزیز زوری د فراه ولایت علمي او فرهنګي شخصیت
لیکنه: پوهاند عبدالشکور رشاد دامتیاز خاوند (خپرونکۍ): د همگان خپلواکه مجله 17 د غوايي 91
د دري او پښتو ژبو شاعر ملاعبدالعزیز زوری پښتون دی، پلار يي ملا عبدالکبیر او نیکه يي ملا کمال الدین د علم او فضل تښتنان وو. ملا عبدالعزیز په ۱۲۸۰ هـ. ق کال په فراه کي زیژیدلی او په ۱۳۵۲ هـ. ق د چچکتو په سرچشمه کي مړ او ښخ دی. چچکتو له اداري لحاظه د فاریاب (میمنی) په ولایت کي د قیصار ولسوالی پوري اړه لري او د افغانستان سرحدی څنډه کی واقع دی. ملا عبدالعزیز څخه د پارسی ژبي یو دیوان پاته دی، چي ځای ځای پښتو غزلی هم پکي سته. ددغه دیوان یوه خطی نسخه چي ما لیدلی ده د پای له خوا څه برخي او د سر یوه پاڼه يي هم ځني غزلي کښلی دی شاعر به مقاطعو کي کله خپل بشپړ نوم او کله «عزیز» راوړي. په نظم کي يي د سلوک او عرفان چاشنی ګډه ده. د محمدی عشق تجلاوي پکي لیدلی کیږي. وايي ملا عبدالعزیز په غور کي د شیخ میرمو دود علیه الرحمه و الرضوان مرید و او د حال برخه يي له ده څه وړي ده، د قال په علم کي يي هم ښه برخه درلوده، ډیر حق ګویه ملا و، ځکه يي نو په هغه سیمه کي په «خشک ملا عبدالعزیز» شهرت موندلی و، د کشف و کرامت په باب يي هم خبري کيږي. ملا عبدالعزیز پر دغه مردف دیوان سربیره نور هم څه منظوم آثار لري.
د ملا عبدالعزیز د پښتو نظم نموني دا دي: لاس مي نسه په محشر یا محمده! طالب ستا یم د بشر یا محمده! چي نالان یم، طلبګار دي د دیدن یم مخ ښکاره کړه لکه لمر یا محمده! ته زما پر سر کيږده قدمونه حدقین که منور یا محمده! چي بلبل غوندی فغان کوم محبوبه! زه طالب یم ستا د دَر یا محمده! خوار «عزیز» دی ثنا وايي څو ژوندی دی شپه و ورځ په بحر و بر یا محمده! ٭٭٭ ستا په غم کي یم رضا یا محمده! د دیدن دی یم ګدا یا محمده! په ژړاه و په زاري یمه محبوبه! چې نظروکې پر ما یا محمده! پادشاهان و ګدایان دې عاشقان دي نظرات شما عزیزان:
|
||
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب
تبادل
لینک هوشمند
|
||