فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...
چهارشنبه 31 خرداد 1391 :: 07:46 ::  نويسنده : farah

 

په فراه کې ٧تنه ونيول شول

د فراه ښار(پژواک٣٠غبرګولى٩١) : د فراه چارواکې وايې، چې په دغه ولايت کې يې د دولت پر ضد د وسلوالو کړنو د ترسره کولو په تور اووه تنه  نيولي دي.


 

په فراه کې ٧تنه ونيول شول

د فراه ښار(پژواک٣٠غبرګولى٩١) : د فراه چارواکې وايې، چې په دغه ولايت کې يې د دولت پر ضد د وسلوالو کړنو د ترسره کولو په تور اووه تنه  نيولي دي.

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نيول شويو کسانو کې دوه ځانمرګي بريد کوونکي دي.

هغه زياته کړه، چې پوليسو نن له غرمي وروسته ياد ځانمرګي بريد کوونکي موخې ته له رسيدو مخکې نيولي دي.

د نوموړي په وينا، نيول شويو کسانو غوښتل چې له موټرسايکل څخه په ګتې اخيستنې سره ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.

د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې د يادو کسانو له کورونو څخه يوه اندازه چاوديدونکي توکې هم ترلاسه شوي دي.

سرچينه کاږي ، چې نيول شويو کسانو په لومړيو تحقيقاتو کې ويلي  چې دوى ته د طالبانو د سيمه ييز قوماندان ملا کلاخان لخوا دستور ورکړل شوى و ، چې د موټر سايکل په واسطه په ښار کې د حکومت په يوه اداره ځانمرګې بريد ترسره کړى.

ديوه بل خبر له مخې، د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندى پژواک ته وويل، چې د فراه د مرکز اړوند د عسکر په سيمه کې پوليسو، ٥  تنه له وسلوالو طالبانو سره د تړاو په تور نيولي دي.

نوموړي زياته کړه چې د کشفي معلوماتو پراساس دغو کسانو په دى ولايت کې ددولت پرضد په وسلوالو بريدونو کې لاس درلود.

ديادو پيښو په اړه تراوسه طالبانو څه نه دى ويلي.



 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب
 
 
 

ورود کاربران

خوش آمدید! لطفا وارد حساب خود شوید

رمز عبور را فراموش کرده‌اید؟
حساب کاربری ندارید؟

فراموشی رمز عبور

نام کاربری یا ایمیل خود را وارد کنید

یا

ثبت نام کاربران

در چند ثانیه حساب کاربری خود را بسازید

قبلا ثبت نام کرده‌اید؟

نظرات کاربران

دیدگاه خود را با ما در میان بگذارید