|
درباره وبلاگ به وبلاگ من خوش آمدید موضوعات
آرشيو وبلاگ فراه داټ کام خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و... سهشنبه 24 مرداد 1391 :: 07:58 :: نويسنده : farah
ملا عبدالعزیز زوری د فراه ولایت علمي او فرهنګي شخصیت
لیکنه: پوهاند عبدالشکور رشاد دامتیاز خاوند (خپرونکۍ): د همگان خپلواکه مجله 17 د غوايي 91
د دري او پښتو ژبو شاعر ملاعبدالعزیز زوری پښتون دی، پلار يي ملا عبدالکبیر او نیکه يي ملا کمال الدین د علم او فضل تښتنان وو. ملا عبدالعزیز زوری د فراه ولایت علمي او فرهنګي شخصیت
لیکنه: پوهاند عبدالشکور رشاد دامتیاز خاوند (خپرونکۍ): د همگان خپلواکه مجله 17 د غوايي 91
د دري او پښتو ژبو شاعر ملاعبدالعزیز زوری پښتون دی، پلار يي ملا عبدالکبیر او نیکه يي ملا کمال الدین د علم او فضل تښتنان وو. ملا عبدالعزیز په ۱۲۸۰ هـ. ق کال په فراه کي زیژیدلی او په ۱۳۵۲ هـ. ق د چچکتو په سرچشمه کي مړ او ښخ دی. چچکتو له اداري لحاظه د فاریاب (میمنی) په ولایت کي د قیصار ولسوالی پوري اړه لري او د افغانستان سرحدی څنډه کی واقع دی. ملا عبدالعزیز څخه د پارسی ژبي یو دیوان پاته دی، چي ځای ځای پښتو غزلی هم پکي سته. ددغه دیوان یوه خطی نسخه چي ما لیدلی ده د پای له خوا څه برخي او د سر یوه پاڼه يي هم ځني غزلي کښلی دی شاعر به مقاطعو کي کله خپل بشپړ نوم او کله «عزیز» راوړي. په نظم کي يي د سلوک او عرفان چاشنی ګډه ده. د محمدی عشق تجلاوي پکي لیدلی کیږي. وايي ملا عبدالعزیز په غور کي د شیخ میرمو دود علیه الرحمه و الرضوان مرید و او د حال برخه يي له ده څه وړي ده، د قال په علم کي يي هم ښه برخه درلوده، ډیر حق ګویه ملا و، ځکه يي نو په هغه سیمه کي په «خشک ملا عبدالعزیز» شهرت موندلی و، د کشف و کرامت په باب يي هم خبري کيږي. ملا عبدالعزیز پر دغه مردف دیوان سربیره نور هم څه منظوم آثار لري.
د ملا عبدالعزیز د پښتو نظم نموني دا دي: لاس مي نسه په محشر یا محمده! طالب ستا یم د بشر یا محمده! چي نالان یم، طلبګار دي د دیدن یم مخ ښکاره کړه لکه لمر یا محمده! ته زما پر سر کيږده قدمونه حدقین که منور یا محمده! چي بلبل غوندی فغان کوم محبوبه! زه طالب یم ستا د دَر یا محمده! خوار «عزیز» دی ثنا وايي څو ژوندی دی شپه و ورځ په بحر و بر یا محمده! ٭٭٭ ستا په غم کي یم رضا یا محمده! د دیدن دی یم ګدا یا محمده! په ژړاه و په زاري یمه محبوبه! چې نظروکې پر ما یا محمده! پادشاهان و ګدایان دې عاشقان دي ارسال نظر(0)
|
||
نام کاربری یا ایمیل خود را وارد کنید
کد ۶ رقمی ارسالشده به ایمیل و رمز عبور جدید را وارد کنید.
در چند ثانیه حساب کاربری خود را بسازید
دیدگاه خود را با ما در میان بگذارید
ورود کاربران
خوش آمدید! لطفا وارد حساب خود شوید