فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...
شنبه 27 مهر 1392
:: 11:44 ::  نويسنده : همایون ذهین

د فراه ولايت مهم ورزشي خبرونه

محمدیعقوب (مفتون)

د فراه د فوټبال منتخبي لوبدلي د څلور لوري جام اتلولي ترلاسه کړه:

د وري (حمل) پر ۲۸ نيټه د فراه ولايت د شهيد محمد نادر ايوبي منتخبي لوبدلي د څلور لوري د فوټبال جام په سياليو کې چې د هلمند په ولايټ کښې په لاره اچول شوي وو، ګډون وکړ او ددي سياليو اتلولي ترلاسه کړه.


د فراه ولايت مهم ورزشي خبرونه

محمدیعقوب (مفتون)

د فراه د فوټبال منتخبي لوبدلي د څلور لوري جام اتلولي ترلاسه کړه:

د وري (حمل) پر ۲۸ نيټه د فراه ولايت د شهيد محمد نادر ايوبي منتخبي لوبدلي د څلور لوري د فوټبال جام په سياليو کې چې د هلمند په ولايټ کښې په لاره اچول شوي وو، ګډون وکړ او ددي سياليو اتلولي ترلاسه کړه.

په ياد شوو سياليو کې د کندهار، فراه، نيمروز ولايتونو څخه منتخبو لوبدلو او د هلمند ولايت څخه دوو لوبډلو برخه اخيستي وه.

د دغو لوبو په پايله کې د فراه ولايت منتختي لوبډلي ديادو سياليو لومړي دريځ  )مقام ( يې خپل کړ.

همداشان د غوايي په مياشتي کې د نيمروز په مرکز زرنج ښار کښې د فراه، بادغيس او نيمروز ولايتونو ګډي لوبي ترسره شوي، چې په پايله کې د نيمروز منتخبي لوبدلي لومړي مقام او د فراه ولايت د )معارف( لوبدلي دويم مقام يې خپل کړ.

****

 د فراه د غېږي لوبدلي هرات ته ماته ورکړه:

د نوي کال په وياړ د فراه او هرات ولايتونو د غېږي وتلي او نامداري لوبدلي ترمنځ سيالي په لاره واچول شوه، چې د فراه لوبدلي هرات ته ماته ورکړ.

يادي سيالي د فراه په ښار د شهيد زمانشاه پهلوان په سپورتي لوبغالي کښې ترسره شوه، د هر ولايت څخه ۲۵ د غېږي پهلوانانو ونده اخيستي وه.

د لوبو په پاپله کې په سلو کې شپيته سلنه )۶۰٪( امتيازونه د فراه ولايت لوبغاړو خپل کړه، او ددي سياليو اتلان شوه.

****

محمود( متين) د فراه ولايت د بدن د ښکلا وتلي څيره، د افغانستان دريم مقام يې خپل کړ:

 دغه سيالي چې د جوزا مياشتي په ۱۲ مه نيټه په کابل کې ترسره شوه، په پايله کې محمد هارون د هرات ولايت څخه لومړي مقام، شکرالله د هلمند ولايت نه دويم مقام او محمود (متين) د فراه ولايت وتلي څيړه، د هېواد د بدن د ښکلا دريم مقام يې وګتل. 

"د همګان د مجلی زېرمه"



 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب
 
 
 
💬 نظرات کاربران
💬ثبت نام کاربران
💬ورود کاربران