|
درباره وبلاگ به وبلاگ من خوش آمدید موضوعات
آرشيو وبلاگ فراه داټ کام خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و... جمعه 20 آبان 1390 :: 14:55 :: نويسنده : farah
د طالبانو ديوه مشهور قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړل شوby همايون زهين on Nov 11, 2011 - 12:38
فراه( پژواک ٢٠لړم٩٠): د فراه امنيتي چارواکو ددې ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه مشهور قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ. د طالبانو ديوه مشهور قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړل شوby همايون زهين on Nov 11, 2011 - 12:38
فراه( پژواک ٢٠لړم٩٠): د فراه امنيتي چارواکو ددې ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه مشهور قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ. د فراه د امنيت امر محمدغوث مليار د لړم په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې افغان او بهرنيو ځواکونو له تېرو دوو ورځو راهيسې ددې ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ په جي جي کلي کې چاڼيز عمليات پيل کړي و . د هغه د معلوماتو له مخې، ددې عملياتو اساسي موخه د طالبانو د مشهور قوماندان ملاعبدالناصر نيول اويا هم وژل و. دى وايي ، چې په دې عملياتوکې افغان او بهرني ځواکونه وتوانيدل ، چې ملاعبدالناصر ووژني . مليار زياته کړه ، چې په دغو عملياتو کې او افغان او بهرنيو ځواکونو ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو د سوله ساتو ځواکونو يو ټانګ ويجاړ شوى دى. مليار وايي ، چې د جي جي په کلي کې د تصفيوي عملياتو پرمهال يې د طالبانو دوه کلاشينکوفونه ، يوه پايه مخابره ، يو ريموټ کنټرول ماين او څلور بوشکى چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي . خو د جي جي کلي يو تن اوسېدونکي ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل ، چې ملا عبدالناصر له طالبانو سره هيڅ اړيکه نه درلوده . هغه زياته کړه ، چې عبدالناصر يو پخوانى جهادي قوماندان و، چې اوس مهال يې هيڅ ډول دنده نه درلوده . د فراه امنيتي چارواکو دا هم وويل ، چې جي جي کلى په خاک سفيد ولسوالۍ کې د طالبانو عمده مرکز و ، چې اوس د افغان ځواکونو په ولکه کې دى .
|
||
نام کاربری یا ایمیل خود را وارد کنید
کد ۶ رقمی ارسالشده به ایمیل و رمز عبور جدید را وارد کنید.
در چند ثانیه حساب کاربری خود را بسازید
دیدگاه خود را با ما در میان بگذارید
ورود کاربران
خوش آمدید! لطفا وارد حساب خود شوید