|
درباره وبلاگ به وبلاگ من خوش آمدید موضوعات
آرشيو وبلاگ فراه داټ کام خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و... شنبه 27 مهر 1392 :: 11:43 :: نويسنده : farah
په فراه کې30 تنه ځوانان د ژورناليزماساسات زده کړل رپوټ: وحیداحمد (ایثار) په دې وروستيو کلونو کې په فراه کښې د ژورناليستيک او رسنيز کارونه زيات شوي دي او ډير شمير ځوان خبريالان ددي ولايت خبرونه، رپوټونه او اړوند موضوعات د سيمه ييزي، ملی او نړيوالو رسنيو له طريقه د چارواکو او نړيوالو تر غوږونه رسوي. په فراه کې30 تنه ځوانان د ژورناليزماساسات زده کړل رپوټ: وحیداحمد (ایثار) په دې وروستيو کلونو کې په فراه کښې د ژورناليستيک او رسنيز کارونه زيات شوي دي او ډير شمير ځوان خبريالان ددي ولايت خبرونه، رپوټونه او اړوند موضوعات د سيمه ييزي، ملی او نړيوالو رسنيو له طريقه د چارواکو او نړيوالو تر غوږونه رسوي. په دي کې شک نشته چې د خبريالانو روزنه او د هغو ځوانان روزنه چې له ژورناليزم مسلک سره مينه لری او غواړي چې په دي برخه کې ( مطبوعات او رسنۍ) سره فعاليت وکړي، زيات اړين برېښي. د يو کال راپديخوا د همګان علمي، کلتوري او ټولنيز بڼسټ د نورو کلتوري او مطبوعاتي فعاليتونو ترڅنګ، د فراهي خبريالانو لپاره بيلابيل روزنيز پروګرامونه ترسره کړي. . . د غبرګولۍ د ۶ تر ۸ نيټه د ژورناليزم د اساساتو دري ورځني روزنيز ورکشاپ د ۳۰ تنو ځوانانو په ګډون تر سره شول. محمد همايون ذهين د همګان د مجلي مسوول مدير چې د دي روزنيز پروګرام ( ترينر ) وه، وويل: د ژورناليزم اساساتو دري ورځني ورکشاپ، په فراه ولايت کې د همګان علمي، کلتوري او ټولنيز بڼسټ لخوا او د ولايت مقام په مالي مرسته جوړه شوي وه. چې د دي ورکشاپ ټول ګډون کوونکي ديرش تنه و چې لس تنه يې ښځينه کسان وو. نوموړي زياته کړه چې ګډون کوونکي هغه ځوانان و چې د خبريالي د مسلک سره مينه لري او د فراه سيمه ييزی رسنيو سره يا کار کوی او يا هم همکاری دي. سرچينه وايې: چې پدي ورکشاپ کې ګډون والو، د دريو ورځو په درشل کې د ټولنيز رسنيو پيژندنه او ارزښت، د خبر د ليکلو چل، راپور او راپور ليکنه، مرکه او د مرکي ډولونه، سوژه، د يادښت نيولو درست چل، ګيردي ميزونه، او . . . زده کړل. د ورکشاپ ټول ګډون کوونکي، د ورکشاپ د محتوا او درس څخه خوښي وشودله او په راتلوونکي کې هم د همداشان ورته پروګرامونو غوښتنه وکړه. نذيراحمد حيدری د فراه ولايت د ملی تلويزيون خبريال د ورکشاپ ګډون کوونکو څخه وه، وايې: که څه هم ما زيات موده په ملي تلويزيون کې بيلابيل دندي ترسره کړي، خو د دي ورکشاپ په لړ کې ډير مهم موضوعات مې ولوستل او ډاډمن يم چې زما راتلونکی کارونه به د پخوا په پرتله ډير ښه شي. ښاغلي حيدری زياته کړه: چې د ژورناليزم په اساساتو او اصولو پوهيدل نه يواځي داچې د رسنيو کارکوونکو ته حتمي ده، ټولوته اړين برېښي چې پدي اړوند ځان پوه کړي. د يادولو وړ ده چې د ( ۲۹ سلواغه ۱۳۹۱) کال کې هم د همګان د علمي، کولتوري او ټولنيز بڼسټ په نوښت د لومړي ځل لپاره ۴۰ تنه خبريالان په فراه کې د دوه اونيزي روزنيز پروګرام په لړ کې، د ژورناليزم مهارتونه زده کړل. "د همګان د مجلی زېرمه"
|
||
نام کاربری یا ایمیل خود را وارد کنید
کد ۶ رقمی ارسالشده به ایمیل و رمز عبور جدید را وارد کنید.
در چند ثانیه حساب کاربری خود را بسازید
دیدگاه خود را با ما در میان بگذارید
ورود کاربران
خوش آمدید! لطفا وارد حساب خود شوید