فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

د فراه ولايت ابدات

ورپيښي ستونزي او د حل لاري

وړاندي کونکی : محمد رسول باوري 

►     : د هر هيواد تاريخي ابدات د هغه هيواد د تاريخ پاڼي او د اقتصادي توان ښکارندوی دي. په هر ه پيمانه چي په يوه هيواد کي د تاريخي ودانيو شمير زيات وي په هغه اندازه يې تاريخي وياړني او اقتصادي – فرهنګي کچه لوړه وي.


د فراه ولايت ابدات

ورپيښي ستونزي او د حل لاري

وړاندي کونکی : محمد رسول باوري 

►     : د هر هيواد تاريخي ابدات د هغه هيواد د تاريخ پاڼي او د اقتصادي توان ښکارندوی دي. په هر ه پيمانه چي په يوه هيواد کي د تاريخي ودانيو شمير زيات وي په هغه اندازه يې تاريخي وياړني او اقتصادي – فرهنګي کچه لوړه وي.

►     افغانستان د همدې لړ هيوادونو څخه شميرل کيږي ، د ټولو بي پروايو سره – سره بيا هم د هيواد په هر ګوټ کي د برمه ډکو ودانيو پاتي شوني او د لوړو څلو او منارو په بدنه کي د سرلوړيو او بريو نښي وينو.

►     د بريو برجونه او د سرلوړومنارو شتون د هيواد په هره سيمه کي په ستر ګو کيږي. دا ستري ودانی او منارونه د هيواد د تاريخي – فرهنګي بيلا بيلو دورو ښکارندويې کوي.

►     د غور د جام څلی ، د هرات د اختيارالدين قصر ، د غزني منارونه  ، د بست ماڼۍ ، د فريدون کلا  او په سلګونو نور هغه وياړونه او د برم نښانې دي چي د زمانې په لمن کي د ډيرو پيښو شاهدي ورکوي.

►     د سترو قصرونو او ماڼيو ارزښت يوازي په دې کي نه دی نغښتی چي د تاريخي پيښو شاهدي ورکوي ، بلکی نورارزښتونه هم لري :

►      د بيلګي په توګه د هري کلا او ماڼی په بدنه کي د خپل مهال   ودانيز مهارتونه ، د هغه مهال مروج هنري پنځوني ، د خپل مهال اقتصادي – سياسی حالت څرنګوالی او داسې نور يادولای سو.

►     د دې ارزښتونو تر څنګ لرغوني ودانی او تاريخی ماڼی اوس هم د پخوا په شان اقتصادي ګټي  او وړتياوی لري . د نړی پر مختللي هيوادونه د خپلو تاريخي ماڼيو څخه هومره ګټه اخلی لکه چي د خپل مهال پر استعمال او کاروني ورته ګټوره وه.

►     هره لرغوني ودانی او تاريخي ماڼی د سيلانيا نو او ګرځندويانو د ليدو کاتو تر ټولو ستر مرکزونه ګرځيدلي دي.

►     په پر مختللو هيوادونو او په ځانګړې توګه هغه هيوادونه چي د توريستي خدماتو لپاره يې زياته پاملرنه کړېده ،  هره لرغوني ودانی او تاريخي ماڼی يې د سيلانيا نو او ګرځندويانو له پاره د ليدو کاتو ستر مرکزونه ګرځولي دي.

►     توريزم د نړی تر ټولو ښه عايد لرونکی صنعت ګڼل سويدي. د ګرځندوی نړيوال سازمان د شميرو له مخي په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي د سيلانيانو شميره اوه سوه دريشپيته ميلونه تنو ته رسيدلې وه . چي د دې سيلانيانو تر ټولو زياته برخه اروپايې او امريکايې هيوادونو منلي دي .

►     د ترکيې هيواد ته  درسيدلو ګرځندويانو شميره په  ٢٠٠٤ ميلادي کال  ، ديارلس ميلونه او دوه سوه زره تنو ته رسيدلې وه . د دې درکه يې  پنځلس مليارده او نه سوه مليونه امريکايې دالره تر لاسه کړل .

►     زموږ ګاونډي هيواد ايران  په ٢٠٠٤ ميلادي کال کي د يو مليون او شپږ سوه زره تنو سلا نيانو په منلو يې يو مليارد او څلور اويا زره  امريکايې دالره عايد درلودل .

►     د ګرځندوی نړيوال سازمان وړاندوينه کړيده چي  د ٢٠١٠ څخه تر  ٢٠٢٠ ميلادي کال به د نړی د سيلانيانو شميره هر کال يو مليارد او شپږ سوه مليونه تنو ته ورسيږي

►     افغانستان کولای سي د خپلو فرهنګي – تاريخي ابداتو د بيارغولو او سېلانيانو ته د پام وړ ګرځولو په صورت کي د دې ګرځندويانو يوه ستره کتله ځان ته ومني او له امله يې يوه داسي پانګه خپله کړي چي هيڅ مصرف ته اړتيا نه لري.

►     د دې ډول سيمو يوه بيلګه د فراه ولايت دی . فراه ولايت  زيات شمير لرغوني ودانی  او  تاريخي  ماڼی  لري.

►     يوه خورا مهمه پوښتنه دا ده چي د فراه ولايت دا ابدات او ودانی کله او څنګه د دې جوګه کيدای سي چي لږ تر لږه زموږ د ګاونډي هيواد ايران  د خراسان ايالت سره  سيالي وکړای سي او يا لا لوړي کچي ته ورسيږي.

د ايران خراسان ايالت:

►     په خراسان ايالت کي د دولتی سياحتي شرکتونو تر څنګ  همدا اوس  ١٥  ازاد شخصي سياحتي شرکتونه فعال دي.

►     هر سياحتي شرکت ځانګړني لري او وياړني ، د بيلګي په توګه :

►     د (( دنيای سير در خراسان ))

دنيای سير در خراسان:

►     لاس ته راوړني :

►     دې  شرکت په ١٣٦٩ لمريز کال په فعاليت پيل کړېدې؛

►     په ١٣٨٣ لمريز کال د ټول خراسان دريم شرکت ومنل سو؛

►     په ١٣٨٥ لمريز کال د ټول خراسان د نوروز د پروګرامونو او سياحتي ښيګڼو له امله دوهم مقام وګټی؛

►     په ٢٠٠٩ کال کي د ترکش ايرلين د ټکيټونو د پلورلو له امله په ټول خراسان کي دريم مقام ګټلی او جايزه يې تر لاسه کړېده او په دې تر تيب نوري لاس ته راوړني .

دفره ولايت

►     دا بيلګه د فراه ولايت لپاره کېدای سي د سالم رقابت انګيزه سي ؛

►     هغه وړتيا او شونتيا چي په خراسان کي سته ، له نيکه مرغه فراه ولايت يې هم لري ؛

►     د فراه ولايت د توريستي چارو د پرمختګ لپاره  شونتياوي او سهولتونه : 

►     د فراه ولايت نامتو تاريخي سيمي او د سيلا نيانو د پاملرني وړ ټاټوبی لري چي  دلته يې څو بيلګي يادو :  د فراه زوړ ښار ، د اسفنديار ښار ، کافر کلاه ، بارندک ،  د چار ماس کلا ه ، قلعه هفت سوراخ  ،برنگک،  قلعه مساو ، د سید محمد زيارت  ،  شاه مبارک  زيارت ، د ابونصر فراهی زيارت  ، د  سلطان امیر زيارت  او داسي نور

►     د تاريخي ودانيو تر څنګ يو شمير داسي طبيعی منظرې او ځانګړي ټاټوبي هم سته چي د ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي مشهوره او پيژندل سويدي ، د بيلګي په توګه د  معین الدین [ اسفزاری ] هغه ليکنه را يادو چي وايې :  در یک فرسنگی فراه کوهی است که آن را بارندک خوانند و در آن کوه طاقی سنگی است که همیشه از آنجا آب می چکد و مردم بدانجا به زیارت و طلب حاجت میروند.

►     د فراه ولايت د تاريخي ودانيو په وړاندي د ستونزو لړی:

►     ١- په فزيکي ډول د ودانيو پر له پسې ورانېدل؛

►     ٢ – د بې پروايې له امله د تاريخي ودانيو د تخريب چټکتيا؛

►     ٣ – د تاريخي ودانيو په دننه او يا شا اوخوا کي د غير قانوني سپړنو او کيند نو چاري تر سره کيدل ؛  

                   د هيواد فرهنګي ادارو ته د خطر زنګ

►     دا تاريخي ودانی د ورانيدلو پرلور په چټکی ځي ، که  وراني سولې  بيا افسوس ځای نه نيسي ؛

►     دا به لومړی بيګه نه وي چي د بې پروايې له امله به دا ډول تاريخي ودانی ورانيږي .

►     د غزني د بلاحصار برج او تر هغه وړاندي د چکري منار يې بيلګي دي.

 



 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب
 
 
 

ورود کاربران

خوش آمدید! لطفا وارد حساب خود شوید

رمز عبور را فراموش کرده‌اید؟
حساب کاربری ندارید؟

فراموشی رمز عبور

نام کاربری یا ایمیل خود را وارد کنید

یا

ثبت نام کاربران

در چند ثانیه حساب کاربری خود را بسازید

قبلا ثبت نام کرده‌اید؟

نظرات کاربران

دیدگاه خود را با ما در میان بگذارید