|
درباره وبلاگ به وبلاگ من خوش آمدید موضوعات
آرشيو وبلاگ فراه داټ کام خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و... پنجشنبه 28 اردیبهشت 1391 :: 13:50 :: نويسنده : farah
د فراه والي پر دفتر بريد د پنځو پوليسو او بريد کوونکو په وژل کېدو پاى ته ورسېدخبریال همايون ذهين.May 17, 2012 - 11:03فراه ( پژواک ٢٨ ثور ٩١): د فراه ولايت پر ودانۍ د وسلوالو کسانو بريد د پنځو پوليسو او بريد کوونکو په وژل کېدو او د دوو ملکي کسانو په ګډون د ١٥ تنو په ټپي کېدو سره پاى ته ورسېد. د فراه والي پر دفتر بريد د پنځو پوليسو او بريد کوونکو په وژل کېدو پاى ته ورسېدخبریال همايون ذهين.May 17, 2012 - 11:03فراه ( پژواک ٢٨ ثور ٩١): د فراه ولايت پر ودانۍ د وسلوالو کسانو بريد د پنځو پوليسو او بريد کوونکو په وژل کېدو او د دوو ملکي کسانو په ګډون د ١٥ تنو په ټپي کېدو سره پاى ته ورسېد. وسلوال کسان، چې د عيني شاهدانو په وينا، د سرحدي پوليسو جامې يې پر تن وې، نن له غرمې مخکې د لس نيمو بجو په شاوخوا کې د فراه ولايت پر ودانۍ بريد وکړ. عيني شاهدانو پژواک خبري اژانس ته وويل چې ٧ وسلوال کسان، چې د سرحدي پوليسو جامې يې پر تن وې، د ولايت ودانۍ دروازې ته نږدې له موټر څخه ښکته شول او پر ساتونکو له بريد وروسته د ولايت ودانۍ ته ننوتل. د والي وياند نقيب الله فراهي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بريد کوونکو شمېر معلوم نه دى، خو د دروازې د دوو ساتونکو له وژلو وروسته د ولايت ودانۍ ته ننوتل او دوو کسانو يې ځانونه والوځول. فراهي زياته کړه چې درېيم ځانمرګى بريد کوونکى د ولايت ودانۍ په زينه کې د لاسي بم له الوځولو وروسته د والي خونې ته ننوت، خو د والي د مرستيال محمد يونس رسولي لخوا ځاى پر ځاى ووژل شو. سرچينې زياته کړه چې جګړه ظاهراً پاى ته رسېدلې ده، خو پوليس او اردو د سيمې په پلټنه بوخت دي. هغه وويل چې په دې پېښه کې د فراه والي ته ، چې د بالابلوک ولسوالۍ له سپين ږيرو سره په غونډه بوخت وو، زيان نه دى اوښتى. فراهي ومنله، چې بريد کوونکو د پوليسو جامې اغوستې وې. د بريد کوونکو کره شمېره تراوسه نه ده معلومه او د فراه د والي مرستيال وايي ، چې دوه بريد کوونکي يې په ډزو وژلي دي. د فراه ولايت د روغتون مشر عبدالمنان رشيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوو ملکي کسانو په ګډون ١٥ ټپيان او د پنځو پوليسو مړي روغتون ته راوړل شوي دي. هغه وويل، چې روغتون ته د ټپيانو راوړل دوام لري او کېداى شي شمېره يې زياته شي. همدارنګه طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د الفاروق عملياتو په لړ کې دهغوى يوه ډله کسان د فراه ولايت ودانۍ ته ننوتي او جګړه روانه ده.
|
||
نام کاربری یا ایمیل خود را وارد کنید
کد ۶ رقمی ارسالشده به ایمیل و رمز عبور جدید را وارد کنید.
در چند ثانیه حساب کاربری خود را بسازید
دیدگاه خود را با ما در میان بگذارید
ورود کاربران
خوش آمدید! لطفا وارد حساب خود شوید